افغانستان
خوارزمي: دفاعي ځواکونه په کلکه د افغانستان له ټولې خاورې دفاع کوي
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ټینګار وکړ چې د هیواد دفاعي ځواکونه په کلکه د افغانستان له ټولې خاورې دفاع کوي او هیڅوک باید د هیواد د هیڅ برخې په اړه اندیښنه ونلري.
ښاغلي خوارزمي زیاته کړه چې د فرضي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ټولې سیمې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو بشپړ کنټرول لاندې دي او د هغو سیمو د ساتنې لپاره قوي ژمنتیا شتون لري چې لاسرسی ورته ستونزمن دی.
دا څرګندونې په داسې حالت کې کیږي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تاوتریخوالی دوام لري.








