جرمني رسنیو راپور ورکړی چې په دې وروستیو ورځو کې په مختلفو جرمونو محکوم شوي دوه افغان اتباع د جرمني له هامبورګ ښار څخه کابل ته شړل شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دغه کسان په استانبول کې د تمځای سره د منظمو الوتنو له لارې له زندان څخه مستقیم افغانستان ته لیږدول شوي دي.
یو له دغو کسانو څخه، یو ۳۰ کلن کس چې د پولیسو پر ځواکونو د پرله پسې بریدونو په تور محکوم شوی و، د جمعې په ورځ شړل شوی دی.
دوهم، یو ۳۲ کلن کس چې د برید، وسله والې غلا او ګواښونو په تور محکوم شوی و، د دوشنبې په ورځ کابل ته لیږدول شوی دی.








