افغانستان
په لغمان کې د غیرقانوني وسلو او مهماتو د لیږد په تور څلور کسان نیول شوي
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ د پولیسو د قوماندانۍ ځواکونو د دې ولسوالۍ د سیګل درې په “نیچه لام” سیمه کې د پلټنې عملیاتو په ترڅ کې څلور کسان د غیرقانوني وسلو د لیږد او ساتلو په تور نیولي دي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې، ۴ کلاشینکوفونه، ۸ ټوپکونه، ۳ لاسي بمونه، یوه راډیو بیس، یوه ورځنۍ کیمره، یو غیر فعال راکټ لانچر او شاوخوا ۱۰ کیلوګرامه تریاک کشف او له نیول شویو کسانو څخه ضبط شوي دي.
نیول شوي کسان د نورو څېړنو او قانوني تعقیب لپاره اړوندو قضايي چارواکو ته سپارل شوي دي.








