سیمهنړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: موږ له امریکا سره هیڅ خبرې نه لرو

د ټرمپ څرګندونې د انرژۍ د بیو د کمولو او د وخت د ترلاسه کولو لپاره دي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په کلکه د تهران او واشنګټن ترمنځ د مستقیم یا غیر مستقیم خبرو اترو څخه انکار وکړ او ټینګار یې وکړ چې هیڅ ډول خبرې اترې روانې ندي.

هغه د ډونالډ ټرمپ (امریکا د ولسمشر) وروستي څرګندونې یوازې د هغه د هڅو په چوکاټ کې ارزولې چې په نړیوالو بازارونو کې د انرژۍ د بیو د کمولو او د ایران په وړاندې د پوځي پلانونو د پلي کولو لپاره وخت واخلي.

ښاغلي بقايي زیاته کړه: هو، د سیمې د ځینو هیوادونو لخوا د تاوتریخوالي د کمولو لپاره نوښتونه وړاندې شوي دي؛ مګر د دې ټولو غوښتنو په وړاندې د ایران ځواب روښانه او ثابت دی: موږ هغه اړخ نه وو چې دا جګړه یې پیل کړې او دا ټولې غوښتنې باید په مستقیم ډول واشنګټن ته راجع شي.

دا دریځ په داسې وخت کې څرګندیږي چې په سیمه کې تاوتریخوالی لاهم په خپل اوج کې دی او ایران په مکرر ډول ټینګار کړی چې د هیواد د خاورې یا زیربناوو په وړاندې هر ډول یرغل به د قاطع او پراخ غبرګون سره مخ شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button