افغانستانسیمه

د پاکستان د تحريک تحفظ عين وياند: موږ به د افغانستان د حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او سولې په اړه هيڅ معامله ونه کړو

د پاکستان د تحريک تحفظ عين وياند حسين احمد يوسفزي په يوه غونډه کې ټينګار وکړ چې دا غورځنګ هيڅکله د افغانستان د حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او سولې په اړه د کومې معاملې يا جوړجاړي لپاره چمتو نه دی.

هغه زياته کړه: “هر پښتون او هر افغان چې د افغانستان د حاکميت، سولې او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی نه کوي، د هغه پر وړاندې به ودرېږي او دا د تحريک تحفظ عين لپاره يوه نه تېرېدونکې سره کرښه ده.”

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې څه موده وړاندې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير په يوه غونډه کې د هېواد شيعه عالمانو ته خبرداری ورکړی و چې که دوی د ايران ملاتړ وکړي، نو بايد له پاکستان څخه ووځي او هغه هېواد ته لاړ شي.

د تحریک تحفظ عین ویاند د پوځ د مشر دا څرګندونې د مذهبي لږکیو په وړاندې د فشار نښه او د ایران د مقاومت او مشروعیت د ملاتړ غږ د خاموشولو هڅه وګڼله او ټینګار یې وکړ چې غورځنګ د افغانستان د خلکو او د هر استعمار ضد ځواک سره ولاړ دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button