د افغانستان د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان وکړ چې د متحده عربي اماراتو د اتحاد هوايي شرکت د لومړي ځل لپاره افغانستان ته خپلې مستقیمې الوتنې پیل کړې دي.
د شرکت لومړۍ الوتنه د جمعې په ورځ (۲۹ مارچ ۱۴۰۴) په بریالیتوب سره ترسره شوه او دا الوتنې به له اوس څخه په منظم ډول دوام وکړي.
د اعلان شوي مهالویش سره سم، اتحاد هوايي شرکت به هره اونۍ افغانستان ته ۴ الوتنې ترسره کړي.
دا اقدام د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د هوايي اړیکو پراخولو، د مسافرینو د تګ راتګ، سوداګرۍ او ګرځندوی اسانتیا لپاره یو مهم ګام دی او په هیواد کې د امنیتي شرایطو او ثبات ښه والی په ګوته کوي.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/30190








