افغانستانسیمه

په نورستان کې د ښځینه ډاکټرې او زوی جسدونه کورنیو ته وسپارل شول؛ د اختر په لومړۍ ورځ د پاکستان برید

د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم له رسنیو سره په مرکه کې اعلان وکړ چې د یوې ښځینه ډاکټرې او د هغې د زوی جسدونه، چې د اختر په لومړۍ ورځ د پاکستاني پوځي رژیم د برید په پایله کې شهیدان شوي وو، د دوی کورنیو ته وسپارل شول.

د صمیم په وینا، دا کسان هغه وخت شهیدان شول کله چې د دوی لېږدونکی موټر د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په باغیچه سیمه کې تر مستقیم برید لاندې راغی.

دا برید په داسې حال کې وشو چې اسلامي امارت مخکې د کوچني اختر په مناسبت د “د ظلم د ردولو” دفاعي عملیاتو د لنډمهاله بندولو اعلان کړی و؛ خو د پاکستان رژیم د ملکي وګړو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.

د نورستان د والي ویاند دا عمل د اوربند ښکاره سرغړونه او د ملکي وګړو پر وړاندې جرم وباله او ټینګار یې وکړ چې امنیتي ځواکونه په بشپړ ډول په تیارسۍ کې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button