افغانستانسیمه

د لومړي ځل لپاره؛ د متحده عربي اماراتو د اتحاد هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

د افغانستان د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان وکړ چې د متحده عربي اماراتو د اتحاد هوايي شرکت د لومړي ځل لپاره افغانستان ته خپلې مستقیمې الوتنې پیل کړې دي.

د شرکت لومړۍ الوتنه د جمعې په ورځ (۲۹ مارچ ۱۴۰۴) په بریالیتوب سره ترسره شوه او دا الوتنې به له اوس څخه په منظم ډول دوام وکړي.

د اعلان شوي مهالویش سره سم، اتحاد هوايي شرکت به هره اونۍ افغانستان ته ۴ الوتنې ترسره کړي.

دا اقدام د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د هوايي اړیکو پراخولو، د مسافرینو د تګ راتګ، سوداګرۍ او ګرځندوی اسانتیا لپاره یو مهم ګام دی او په هیواد کې د امنیتي شرایطو او ثبات ښه والی په ګوته کوي.

د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/30190

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button