په مسکو کې د افغانستان د اسلامي امارت سفارت په ختیځ کابل کې د روږدو کسانو د درملنې په مرکز باندې د پاکستاني پوځي رژیم د هوایي برید د قربانیانو لپاره د فاتحې مراسم ترسره کړل.
د سفارت مطبوعاتي اعلامیه وايي چې په دې مراسمو کې د پاکستاني رژیم بریدونه د ظالمانه، غیر انساني عمل او د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه وبلل شوه.
په مراسمو کې حاضرو کسانو د بهرني یرغل په وړاندې د افغان ملت په یووالي او پیوستون ټینګار وکړ او د دې جنایت د شهیدانو لپاره یې د بخښنې او الهي رحمت غوښتنه وکړه او د ټپیانو لپاره یې د ژر تر ژره روغتیا دعا وکړه.
دا مراسم په داسې وخت کې ترسره شول چې اسلامي امارت په وار وار د افغان ملکي وګړو په وړاندې د پاکستان رژیم جنایتونه غندلي او د هر ډول یرغل په وړاندې یې پریکنده ځواب ټینګار کړی دی.







