سیمهنړۍ

وال سټریټ ژورنال: امریکا د خلیج عربي هیوادونو څخه په ایران توغندي توغوي

وال سټریټ ژورنال د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا پوځ د خلیج عربي هیوادونو له خاورې څخه د ایران سمندري اهدافو باندې د ATACMS لنډ واټن بالستیک توغندي او HIMARS راکټونه توغولي دي، سره له دې چې چارواکو رسمي انکار کړی دی.

دا توغندي، چې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ میله پورې واټن لري، په عمده توګه د هغو عربي هیوادونو له خاورې څخه توغول شوي چې په دې وروستیو کې د ایران د ډرون او توغندیو بریدونو هدف ګرځیدلي دي؛ مګر له دې هیوادونو څخه هیڅ یو په رسمي ډول د ایران د برید لپاره د دوی د خاورې یا هوایی ډګر کارولو اجازه نه ده تایید کړې.

وال سټریټ ژورنال یوه ویډیو هم خپره کړه چې د بحرین له خاورې څخه د ایراني اهدافو په وړاندې د HIMARS راکټونو ډزې ښیې.

مخکې له دې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د MS NOW سره په یوه مرکه کې اعلان وکړ چې د خرګ ټاپو په برید کې، د امریکا پوځ د متحده عربي اماراتو له دوو نقطو څخه HIMARS توغندي توغولي دي، یو په راس الخیمه کې او بل دوبۍ ته نږدې موقعیت څخه.

دا راپورونه په داسې حال کې خپریږي چې ایران په وار وار خبرداری ورکړی چې د سیمې د هیوادونو د خاورې څخه د ایران د برید لپاره هر ډول کار اخیستل به هغه هیوادونه په مشروع هدفونو بدل کړي او په فارس خلیج کې تاوتریخوالی اوج ته رسیدلی دی.

د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/30148

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button