افغانستانسیمه

سعودي عربستان او ترکیه د کوچني اختر په ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لنډمهاله اوربند هرکلی کوي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې د کوچني اختر په ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لنډمهاله اوربند اعلان هرکلی کړی دی.

ریاض د دواړو خواوو د مثبت ځواب ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې خبرې اترې او سوله ییز حل لارې د تاوتریخوالي او اختلافاتو د پای ته رسولو لپاره غوره انتخاب دی.

سعودي عربستان اعلان وکړ چې په سیمه کې به د سولې، ثبات او امنیت د ډاډمنولو لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې جاري وساتي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه جلا اعلامیه کې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې اوربند ته درناوی وشي او د افغانستان او پاکستان د خلکو لپاره به د تلپاتې سولې او سوکالۍ لپاره لاره هواره کړي.

د سیمې د هیوادونو لخوا دا هرکلی په داسې وخت کې کیږي چې د افغانستان اسلامي امارت مخکې د ځینو وروڼو هیوادونو (د سعودي عربستان، ترکیې او قطر په ګډون) په غوښتنه د “بې عدالتۍ د له منځه وړلو” دفاعي عملیاتو د لنډمهاله بندولو اعلان کړی و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button