افغانستانکلتور او تعلیم

ذبیح الله مجاهد: پنجشنبه د کوچني اختر ورځ ده؛ اختر مو مبارک شه

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په یوه رسمي مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د سترې محکمې د حکم له مخې (پنجشنبه، ۲۸ کب ۱۴۰۴) د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

هغه خپل پیغام ته په دوام کې وویل: “د سترې محکمې د حکم له مخې، پنجشنبه د کوچني اختر ورځ ده؛ نو زه خپلو ټولو هیوادوالو ته د اختر مبارکي وایم.”

دا اعلان د سترې محکمې او د مرکزي میاشتې د لیدلو کمیټې لخوا د شوال د میاشتې د لیدلو د راپورونو له بیاکتنې وروسته وشو، او ټولو افغان اتباعو ته بلنه ورکوي چې د دې لوی اختر لمانځنه وکړي او شکر ادا کړي.

زموږ ټولو ګرانو هیوادوالو ته د کوچني اختر مبارکي وایم؛ موږ هیله لرو چې دا اختر به د تلپاتې سولې، امنیت او خوښۍ سره مل وي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button