د اروپايي اتحادیې کمیسیون د تیرې شپې د پاکستان د پوځي رژیم لخوا په کابل کې د مخدره توکو د درملنې په مرکز برید “د نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه” وبلله او د روغتیایی تاسیساتو او ناروغانو د ساتنې په اړتیا یې ټینګار وکړ.
کمیسیون وویل چې دا ډول تاسیسات باید هیڅکله په نښه نشي او د تاوتریخوالي د سمدستي کمولو، زغم، اوربند او د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه یې وکړه.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم په روغتیایی مرکز کې د ملکي تلفاتو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه، ټینګار یې وکړ چې روغتیایی تاسیسات او ناروغان باید په نښه نشي.
ناروې له افغانستان او پاکستان څخه وغوښتل چې زغم وساتي، دښمني ودروي او د پولې هاخوا امنیتي اندیښنو د حل لپاره خبرو اترو ته راستانه شي.








