افغانستاننړۍ

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازی: د پاکستان رژیم د کابل د مخدره توکو د درملنې په مرکز کې ملکي وګړي ‘قتل عام’ کړل

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي، پراوتاناني هریش، په خپل ایکس-پیج کې د کابل په ختیځ کې د مخدره توکو د درملنې په مرکز باندې د پاکستاني پوځي رژیم د هوايي برید په کلکه غندنه وکړه.

هغې دا عمل “د ملکي وګړو او بې ګناه خلکو قتل عام” وباله او ټینګار یې وکړ چې دا ډول برید د ملګرو ملتونو د منشور څخه ښکاره سرغړونه ده او باید سمدلاسه ودرول شي.

په برید کې د ملکي وګړو درنو تلفاتو ته په اشارې سره، هریش په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د دې جرم په وړاندې چوپ پاتې نشي او د پاکستان رژیم مسؤل وګڼي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button