د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه پوسټ کې لیکلي: “د روژې په دې مبارکه میاشت کې، زه د زړه له تله د افغانستان له حکومت او خلکو څخه مننه کوم؛ دوی د امریکا او اسراییلي رژیم یرغل وغانده، او د ایران له خلکو او حکومت سره یې خواخوږي او ملاتړ وکړ.
په خدای باور سره، موږ د یرغل په وړاندې په کلکه او ثابت قدم ولاړ یو؛ زه هیله لرم چې په افغانستان کې به هم سوله او ارامي پاتې شي.”
دا پیغام په داسې حال کې خپور شو چې د روژې په مبارکه میاشت کې، د افغانستان چارواکو او خلکو په وار وار د ایران پر وړاندې د امریکا او صهیونیسټ رژیم یرغل غندلی و او د ایران له ملت څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی و.








