افغانستانسیمه

پاکستاني رژیم په یوه ورځ کې د کونړ په پنځو ولسوالیو ۱۵۹ راکټونه او د توپونو مرمۍ ویشتي دي؛ تلفات نه لري

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو رییس ضیاء الرحمن سپین غر اعلان وکړ چې د پاکستان پوځي رژیم د خپل یرغل په دوام کې د منورې، سرکاڼو، ناړۍ، دانګام او شلتن ولسوالیو باندې ۱۵۹ راکټونه او د توپونو مرمۍ ویشتي دي.

د ډزو شمېر په لاندې ډول دی:
– منورې ولسوالي: ۴۰ ډزې
– سرکاڼو ولسوالي: ۶۷ ډزې
– ناړۍ ولسوالي: ۴۰ ډزې
– دانګام ولسوالي: ۷ ډزې
– شلتن ولسوالي: ۵ ډزې

سپن غر زیاته کړه چې له نېکه مرغه په ​​دې بریدونو کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی او مالي زیان نه دی اوښتی.

د پاکستان لخوا دا اقدام په داسې حال کې شوی چې اسلامي امارت په وار وار د خبرو اترو له لارې د ستونزو په حل ټینګار کړی، خو د پاکستان رژیم د افغانستان د حاکمیت سرغړونه کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button