د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ د مرکزي لېسې ودانۍ د شنبې په سهار (۲۳ مارچ ۱۴۰۴) د پاکستاني رژیم د توپخانې له خوا په نښه شوه او سخته زیانمنه شوه.
سیمه ییزو سرچینو راپور ورکړ چې له نېکه مرغه په دې برید کې هیڅ انساني تلفات نه دي ثبت شوي، خو د لېسې تعلیمي ودانۍ سخته زیانمنه شوې او ځینې برخې یې د کارولو وړ نه دي پاتې شوې.
د پاکستاني رژیم دا عمل د افغانستان په خاوره کې د وروستیو بریدونو په دوام کې شوی، چې د تعلیمي مرکزونو او ملکي وګړو په نښه کول په ګوته کوي.







