امنیتي سرچینو اعلان وکړ چې تیره شپه د پاکستاني پوځي رژیم جیټ الوتکو د کابل ښار په ځینو برخو کې د ملکي خلکو کورونه په هوايي بریدونو سره په نښه کړل.
د دې ظالمانه یرغل په پایله کې، ۴ ملکي وګړي شهیدان او ۲۵ نور ټپیان شول.
همدارنګه، ۴ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شول او څو نور کورونه سخت زیانمن شول.
دا برید په داسې حال کې وشو چې بې ګناه ملکي خلک په خپلو کورونو کې وو او په سیمه کې هیڅ پوځي هدف نه و.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/29895








