افغانستاننړۍ

له هند سره د درملنې تړون وروسته؛ دوه نور ماشومان چې د زړه نیمګړتیاوې لري هند ته واستول شول

د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې پرون، چهارشنبه (د کب ۲۰مه، ۱۴۰۴)، د زړه نیمګړتیاوو لرونکو ۱۵ ماشومانو د درملنې پروګرام په دوهم پړاو کې، دوه نور ماشومان هند ته واستول شول.

دا ماشومان، چې په هیواد کې یې درملنه نشي کېدای، د افغان سرې میاشتې سره په همغږۍ او د هند حکومت سره د شوي تړون پر بنسټ دې هیواد ته لاړل.

مخکې، په لومړي پړاو کې، درې ماشومان هند ته لیږدول شوي وو، چې د درملنې دورې له بشپړولو وروسته په بریالیتوب سره هیواد ته راستانه شول او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

ټاکل شوې ده چې پاتې ۱۰ ماشومان په راتلونکو مرحلو کې د درملنې لپاره هند ته واستول شي، او د دې ماشومانو د درملنې ټول لګښتونه به د هند حکومت ورکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button