د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له افغانستان سره د ترجیحي سوداګرۍ تړون د تصویب او لاسلیک کولو فرمان لاسلیک کړ.
د ازبک رسنیو د راپورونو له مخې، په دې تړون کې د ۱۴ ډوله توکو لپاره د ګمرکي تعرفو بشپړ لغوه کول، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي حفظ الصحې اسانتیاوې برابرول او د دواړو هیوادونو د صادرونکو لپاره د ملاتړ پراخول شامل دي.
دا تړون د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په لور د یو مهم ګام په توګه ارزول شوی او تمه کیږي چې ازبکستان ته د افغان محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي او دوه اړخیزې سوداګرۍ د اسانتیا لپاره لاره هواره کړي.








