افغانستانسیمه

د مدیترانې په سمندر کې د افغان کډوالو کښتۍ د ترکیې ساحل ساتونکو سره ټکر شوه؛ ۱۴ کسان مړه او ګڼ شمېر ژغورل شوي دي

د اسوشیټیډ پریس په وینا، د دوشنبې په ورځ (۱۸ کب ۱۴۰۴) د انتالیا ولایت د ډیمري ساحل ته نږدې، د افغان کډوالو یوه کښتۍ د ترکیې ساحل ساتونکو کښتۍ سره ټکر شوه او ډوبه شوه.

ترکي چارواکو اعلان وکړ چې د پیښې په پایله کې لږترلږه ۱۴ کډوال مړه شوي دي.

د انتالیا والي هولوسي شاهین وویل چې د کډوالو کښتۍ د ساحل ساتونکو خبرداریو ته پام نه دی کړی او د تیښتې لپاره یې په لوړ سرعت سره حرکت کړی، چې له امله یې د یو شمیر مسافرو ټکر او ډوبیدو لامل شوی دی.

د ساحل ساتونکو ټیمونو اووه کسان له اوبو څخه وژغورل او د درملنې لپاره یې طبي مرکزونو ته ولیږدول؛ ۱۴ نور چې ساحل ته رسیدلي وو هم د جنډرمیري ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

د ځمکې، سمندر او هوا له لارې د احتمالي ورکو شویو خلکو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button