د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ په یوه رسمي اعلامیه کې اعلان وکړ: د ایران د تیلو په ډیپوګانو د برید په ځواب کې، د پوځ د هوايي ځواک زړورو کسانو په حیفا کې د صهیونیسټ رژیم د تیلو او ګازو تصفیه خانې او د تیلو ټانکونه د ځانمرګو ډرونونو سره په نښه کړل.
دا دقیق او بریالی عملیات د ایران د وسله والو ځواکونو د هغه غبرګون یوه برخه ده چې د امریکا او صهیونیسټ رژیم د ایران د خاورې او زیربناوو په وړاندې د دوامداره یرغلونو په وړاندې یې کړی دی، او د دښمن د انرژۍ تاسیساتو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
لومړني راپورونه د حیفا په سیمه کې پراخه اورونه او غټ لوګی ښیي، او عملیات لاهم روان دي.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/29796








