افغانستان
په بلخ ولسوالۍ کې د مخدره توکو د یو پلورونکي نیول
د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې نن دوشنبه (۱۸ کب ۱۴۰۴) د بلخ د امنیه قوماندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د همغږۍ او بریالۍ هڅو وروسته د بلخ ولسوالۍ په بوکه کلي کې د مخدره توکو یو پلورونکی ونیول.
په دې عملیاتو کې، د تبلت کا ۱۲۰ ګولۍ (یو صنعتي مخدره توکي)، د تبلط کا لپاره ۲۰۰ ګرامه خام مواد، او د مخدره توکو د تولید او پروسس کولو ماشین کشف او له شکمن کس څخه ضبط شول.
د لومړنیو څېړنو له بشپړولو وروسته، د نیول شوي کس دوسیه به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي ترڅو له هغه سره د شرعي قانون او د اسلامي امارت د قضايي سیسټم سره سم قانوني چلند وشي.








