افغانستانسیمه

افغان دفاعي ځواکونو د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې د پاکستاني رژیم پوسته ویجاړه کړه

ملي تلویزیون راپور ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت دفاعي ځواکونو د ننګرهار ولایت په ګوشته ولسوالۍ کې د خیالي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني نظامي رژیم سرتیرو یوه مهمه پوسته په نښه کړه.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي له دې رسنۍ سره په یوه مرکه کې اعلان وکړ چې پوسته د SPG-9 هاوانونو په کارولو سره په بشپړه توګه ویجاړه شوه، چې له امله یې دښمن ځواکونو ته درانه زیانونه واوښتل.

دا عملیات د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د دوامداره یرغل په وړاندې د اسلامي امارت د غچ اخیستونکو غبرګونونو یوه برخه ده او د دښمن د پوستو په نښه کولو کې د دفاعي ځواکونو دقت او ځواک ښیي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button