سیمه
د بیروت په “حی الراشه” سیمه کې د رماده هوټل باندې د اسراییلي رژیم برید؛ ۴ شهیدان
د لبنان روغتیايي سرچینو اعلان وکړ چې د بیروت په “حی الراشه” سیمه کې د رماده هوټل په یوه نقطه کې د اسراییلي ځواکونو په هوايي برید کې څلور کسان شهیدان شوي دي.
دغه برید چې د یکشنبې په سهار (د کب ۱۷مه، ۱۴۰۴) ترسره شو، د هوټل د ودانۍ د یوې برخې د ویجاړیدو او اور لګیدو لامل شو؛ د ژغورنې ډلې او اور وژونکي اوس مهال اور مړ کوي او د ملبے لاندې د احتمالي خلکو لټون کوي.
د شهیدانو د هویت یا د برید د دقیقو اهدافو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي، مګر ځایی سرچینې دا د لبنان په استوګنیزو او ملکي سیمو باندې د اسراییلي رژیم د پرله پسې بریدونو یوه برخه بولي.
د لبنان حزب الله او د هیواد رسمي چارواکو دا جرم په کلکه غندلی او د پرېکنده ځواب ژمنه یې کړې ده.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/29718








