افغانستان
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه به راتلونکې دوشنبه د افغانستان په اړه ترسره شي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان وکړ چې راتلونکې دوشنبه (د ۲۰۲۶ کال د مارچ ۱۰مه) به د افغانستان په اړه یوه ځانګړې غونډه وکړي، چې د سیمې ځینې هیوادونه به هم پکې ګډون وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرست مشره جورجټ ګګنون به د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریس د راپور پر بنسټ د یوناما د فعالیتونو او په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي او بشري حقونو د وضعیت په اړه یو جامع راپور وړاندې کړي.
ملګرو ملتونو دا هم اعلان وکړ چې د امنیت شورا د غړو ترمنځ د چین لخوا د یوناما د ماموریت د غځولو لپاره د وړاندیز شوي پریکړه لیک په اړه بحثونه پیل شوي دي.








