د رویترز خبري اژانس د چهارشنبه، ۴ مارچ ۲۰۲۶، د مطلعو سرچینو له قوله راپور ورکړی دی چې د امریکا د جګړې وزارت (پینټاګون) د ایران پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې لګول شوو مهماتو او وسلو د جبران لپاره د ۵۰ میلیارد ډالرو اضافي بودیجه غوښتنه ترتیب او دولت ته استولې ده.
دغه غوښتنه په داسې حال کې شوي ده چې د امریکا د میزائل او دقيق وسلو زیرمې د اخیرنیو بریدونو د حجم له کبله په شدت کم شوي دي او د بدیل تولید وخت یواځې اوږد او ګران دی.
رویترز زیاته کړه: کاخ سپید هم مهال له نظامي شرکتونو او قرارداد لرونکو جګړه ییزو شرکتونو څخه د تولید ظرفیت ژر تر ژره زیاتولو لپاره فشار راوړي او خبرداری ورکوي چې هر ډول کمزوري په دې برخه کې له تحریمونو او د قرارداد قطع سره مخ کېږي.
دغه اقدام د پینټاګون د شدیدې اندیښنې څرګندوي چې د ایران او مقاومت لازیاتې جګړو په صورت کې د مهماتو د کمښت ویره لري.








