سیمه

په تېر ۲۴ ساعتونو کې؛ د اربیل عراق کې د امریکايي پوځیانو د استوګنې هوتل دویم ځل هدف شو

د عراق مقاومت ګروپ سرایا اولیاء الدم اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عراق اربیل ښار کې د امریکايي نظامیانو د استوګنې هوتل دویم ځل ویشتل شوی دی.

د دوی په رسمي بیانیه کې ویل شوي دي: «زموږ زړور مجاهدینو نن (چهار شنبه، ۴ مارچ ۲۰۲۶) د یوه ډرون اسکادران له ‌خوا، په اربیل کې هغه هوتل ویشتل چې د اشغالګرو امریکایانو لخوا د خپلو ځواکونو د استوګنې او مرکز په توګه کارول کېږي.»

دا بريد هغه وخت وشو چې یوازې څو ساعتونه مخکې هم همدې هوتل ورته برید شوې و، کوم چې د عراق مقاومت د فعالیتونو د شدت ښکارندویي کوي د امریکا د جګپوړو نظامي حضور پر ضد.

تر اوسه د دقیق زیانونو، احتمالي تلفاتو یا د پینتاګون او د اقلیم کردستان واکمنۍ رسمي غبرګون جزییات خپاره شوي ندي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button