افغانستانویډیويي راپور
د ۲۰۹ الفتح قول اردوی په بلخ کې د ۶۵۰ دفاعي ځواکونو فارغتيا
د افغانستان اسلامي امارت د دفاعي او امنیتي ځواکونو ۶۵۰ تن، له درې میاشتنۍ روزنیزې دورې وروسته، د بلخ ولایت د ۲۰۹ الفتح قول اردو نه فارغ شول.
دغه ځواکونه په مختلفو نظامي برخو کې، په شمول د شپني عملیاتو او تصفیوي عملیاتو، د عقیدتي او فکري روزنو، او د بیلابیلابو نظامي تخنیکي تاکتیکونو تخصصي زده کړې وکړې.
د ملي دفاع وزارت مسؤلینو د دغو ځواکونو د فارغتيا په مراسمو کې ټینګار وکړ چې هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونه په بشپړ چمتووالی سره د افغانستان د خاورې د هر ډول تجاوز په وړاندې ودریږي او قاطع او سخته ځوابي کارروایي به ورکړي.







