افغانستانسیمه

د اسلامي امارت دفاع وزارت: د «رد الظلم» عملیات کې کب د ۱۳ مه د شپې، په کندهار کې د پاکستان رژیم ۷ پوسته ونېول شوې

د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی چې په کب میاشتې د ۱۳ مه نېټه، د «رد الظلم» عملیاتو په ترڅ کې، د دفاعي ځواکونو لوای ۶م سرحدي عبیده له قول اردوی ۲۰۵ البدر سره، د کندهار ولایت کې د پاکستان نظامي رژیم ۷ پوسته په بشپړه توګه ونیولې.

د دې عملیاتو په پایله کې، لسګونه پاکستاني سرتېري وژل شوي او ټپي شوي دي.

د اسلامي امارت دفاعي ځواکونه همدارنګه د مهمو وسایلو غنیمت اخیستی، چې پکې شامل دي: ۷ ساده او درانه وسله، ۸ د شپې او ورځنۍ لید لپاره ټکي ټکي دوربینې، او ۲ لوی مخابراتي پایه.

دغه عملیات د اسلامي امارت د تضرعي ځوابونو یوه برخه ګڼل کېږي، چې د پاکستان د نظامي رژیم پر افغانستان د دوامدار تجاوزاتو ته ځواب وي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button