افغانستاننړۍ

یونیسف: نږدې ۲۲ میلیونه افغانان (د نفوس نیمایي برخه) به په ۲۰۲۶ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل نوي راپور کې اعلان وکړ چې په ۲۰۲۶ کال کې به نږدې ۲۲ میلیونه افغانان، چې د هیواد د نفوس نیمایي برخه ده، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

سازمان ټینګار وکړ چې د دې شمیر څخه، ۱۱.۶ میلیونه ماشومان دي، چې د اړتیا وړ کسانو اکثریت جوړوي.

یونیسف زیاته کړه چې سږکال په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۹۴۹.۱ میلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا ده، خو تر اوسه پورې د دې مقدار یوازې ۴۲ سلنه چمتو شوې ده.

دا راپور په داسې حال کې راځي چې په افغانستان کې د وچکالۍ، ناامنۍ، د کډوالو بیرته راستنیدو او د نړیوالو مرستو کمښت له امله بشري بحران شدت موندلی دی، او په ملیونونو خلک د خوړو، اوبو، روغتیا پاملرنې او تعلیم له سخت کمښت سره مخ دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button