سیمه
لاریجاني: موږ به له امریکا سره هیڅ ډول خبرې اترې ونه کړو
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت به له امریکا سره هیڅ ډول خبرې اترې ونکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې الجزیرې مخکې د وال سټریټ ژورنال په حواله ادعا کړې وه چې د ملي امنیت د عالي شورا منشي له واشنګټن سره د خبرو اترو د بیا پیل لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم په ایکس شبکه کې په خپل پیغام کې لیکلي: “موږ دوه لسیزې وخت درلود چې د خپلو پولو په ختیځ او لویدیځ کې د امریکا د پوځ ناکامۍ وڅیړو او د هغوی پر بنسټ اړین درسونه زده کړو.”
عراقچي زیاته کړه: “زموږ د پلازمینې بمباري زموږ د جګړې د دوام وړتیا باندې هیڅ اغیزه نلري؛ غیر متمرکز څو پوړیز دفاع موږ ته اجازه راکوي چې معلومه کړو چې جګړه کله او څنګه پای ته رسیږي.”








