افغانستانسیمه

پاکستان د افغان اتباعو نیولو لړۍ ګړندۍ کړې؛ سلګونه په پېښور کې د غیرقانوني استوګنې په تور نیول شوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي او سرحدي نښتو له زیاتوالي وروسته، د پېښور ښار پولیسو سلګونه افغان اتباع د غیرقانوني استوګنې په تور نیولي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په تیرو دوو ورځو کې په ټول پاکستان کې د افغان اتباعو د نیولو پروسه خورا ګړندۍ شوې او د پیښور، کراچۍ او کوټې په افغان میشتو سیمو کې پراخ عملیات روان دي.

د پیښور پولیسو چارواکو اعلان وکړ چې دا نیول شوي کسان د غیرقانوني کډوالو د “پاکولو عملیاتو” په چوکاټ کې ترسره کیږي او نیول شوي کسان د لنډمهاله شړلو مرکزونو ته لیږدول شوي دي.

دا اقدام په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې په ټیټه کچه کې دي او د خیالي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې متقابل پوځي عملیات دوام لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button