سیمه
د موقتې رهبرۍ شورا دویمه غونډه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له شهادت وروسته ترسره شوه
د ایران د اسلامي جمهوریت نشراتي ادارې د موقتې رهبرۍ شورا د دوهمې غونډې ویډیو خپره کړه
په دې غونډه کې مسعود پزشکیان (ولسمشر)، غلام حسین محسني اژهای (د قضایه قوې مشر)، او آیت الله علیرضا اعرافي (د ساتونکي شورا فقیه او د مصلحت تشخیص شورا غړی) ګډون کړی و.
دا شورا د حضرت آیت الله سید علي خامنه ای (رحمه الله) له شهادت وروسته د اساسي قانون د ۱۱۱ مادې سره سم جوړه شوه او د نوي مشر تر ټاکل کیدو پورې د مشرتابه د دندو او واکونو مسؤلیت لري.
دا غونډه په داسې حالت کې ترسره شوه چې هیواد په بشپړ امنیتي او دفاعي حالت کې دی او د یرغلګرو پر وړاندې غچ اخیستونکي عملیات دوام لري.







