سیمه
په مرکزي تهران کې درې پرله پسې چاودنې؛ د اسراییلو دفاع وزیر: د ایران پر وړاندې مخکې له مخکې برید پیل شوی
ایراني رسنیو راپور ورکړ چې څو شیبې وړاندې د تهران ښار په مختلفو برخو کې درې قوي او پرله پسې چاودنې وشوې.
د چاودنو غږونه د انقلاب چوک، انقلاب سړک او د تهران پوهنتون ته نږدې په څلور لارو کې واورېدل شول، او د دې سیمو په اسمان کې غټ لوګی لیدل کیده.
په ورته وخت کې، د اسراییلو دفاع وزیر یوو ګالانټ په یوه لنډه اعلامیه کې اعلان وکړ: “موږ د ایران پر وړاندې مخکې له مخکې برید پیل کړی دی.”
خبري سرچینو تر اوسه د چاودنو د ځای، د زیان اندازه او احتمالي تلفاتو دقیق توضیحات نه دي تایید کړي، او په تهران کې وضعیت لاهم څېړل کیږي.
دا پیښه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې په وروستیو اونیو کې د ایران او اسراییلو ترمنځ تاوتریخوالی خپل اوج ته رسیدلی دی.







