افغانستانسیمه

پاکستاني رژیم په خوست او پکتیکا کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي؛ ۱۹ تنه شهیدان او ۲۶ تنه ټپیان دي

د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت اعلان وکړ چې د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په قصدي ډول په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي دي.

د فطرت په وینا، د دې بریدونو په پایله کې ۱۹ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د شهیدانو او ټپیانو اکثریت ماشومان او ښځې دي، او دا عمل یې د بې دفاع ملکي وګړو په وړاندې د جنګي جرم په توګه بیان کړ.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ټینګار وکړ چې د افغان دفاعي ځواکونو له خوا به د دې ډول ښکاره بریدونو سره پرېکنده او متناسب ځواب ورکړل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button