افغانستانسیمه

افغان ځواکونو په سپین وام او میرانشاه کې د پاکستان دوه پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکو په واسطه په نښه کړې

المرساد رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د پاکستاني ملیشو پر وړاندې د ځوابي عملیاتو په ترڅ کې د سپین وام او میرانشاه په سیمو کې دوه مهم پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکو په واسطه په نښه کړې او په دقت سره یې ویجاړې کړې.

د افغانستان ملي تلویزیون هم اعلان وکړ چې د بیړني حالت له امله، د اسلام آباد پولیسو د ټولو افسرانو او چارواکو رخصتۍ تر بلې خبرتیا پورې لغوه کړې او هیڅوک حق نلري چې له دندې څخه ووځي.

د پاکستان د پلازمینې د پولیسو د حکم له مخې، ټولې پخوانۍ رخصتۍ لغوه شوې او ټول افسران باید سمدلاسه بیرته خپل کارځای ته ستانه شي.

د پاکستان لخوا دا امنیتي تدابیر په داسې حال کې نیول کیږي چې د خیالي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د هیواد د پوځي پوستو پر وړاندې د افغان ځواکونو غچ اخیستونکي عملیات لاهم روان دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button