د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په خپل ایکس مخ کې لیکلي: “د روژې په مبارکه میاشت کې، چې په اسلامي نړۍ کې د زغم او پیوستون د پیاوړتیا میاشت ده، دا د افغانستان او پاکستان لپاره مناسبه ده چې د ښه ګاونډیتوب په چوکاټ کې او د خبرو اترو له لارې موجوده اختلافات اداره او حل کړي؛ د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چې د خبرو اترو د اسانتیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره هر ډول مرسته وکړي.”
دا دریځ په داسې وخت کې راځي چې په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی خپل اوج ته رسیدلی او ځمکنۍ نښتې، هوايي بریدونه او متقابل عملیات پکې شامل دي.
د عراقچي څرګندونې د روژې د مبارکې میاشتې په ماښام د خپلو دوو ختیځو ګاونډیانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او منځګړیتوب لپاره د ایران چمتووالی ښیي.








