د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي، چې د کیفیت او معیارونو ادارې عمومي رییس الحاج ملا فیض الله تمیم یې مشري کوله، ترکمنستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ریل پټلۍ ادارې له مرستیالانو او د دې هیواد د ګمرکونو له عمومي ریاست سره جلا جلا غونډې وکړې.
د ترکمنستان د ریل پټلۍ له مرستیال سره غونډه د ټرانزیټ ستونزو د حل په اړه متمرکزه وه؛ افغان پلاوي د پټرولیم محصولاتو او سوداګریزو توکو د چټک لیږد لپاره د واګونونو د شمیر د زیاتوالي غوښتنه وکړه، پداسې حال کې چې د ترکمنستان لوري په بندرونو کې د واګونونو د ازموینې او تخنیکي پروسیجرونو د ګړندي کولو غوښتنه وکړه ترڅو خالي واګونونه په خپل وخت ترکمنستان ته راستانه شي.
همدارنګه، د ترکمنستان د ګمرکونو له مرستیال سره په غونډه کې، د سوداګرۍ او ګمرکي چارو د اسانتیا لپاره د دوه اړخیزې همکارۍ، ګډ کار او د همغږۍ غونډو د دوام په اړه موافقه وشوه.
دا غونډې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او په سرحدي بندرونو کې د تخنیکي خنډونو د لرې کولو په لور یو بنسټیز ګام ګڼل کیږي.








