د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی ازبکستان ته د اقتصادي همکارۍ، پانګونې او دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره سفر وکړ.
د بلخ د والي د ویاند په وینا، په پلاوي کې محمد یوسف وفا (د بلخ والي)، د اړوندو سکتوري ادارو مشران، ملي پانګه اچوونکي، سوداګر او صنعتکاران شامل دي.
ټاکل شوې ده چې پلاوی د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خجاییف او د هیواد د څو ولایتونو له والیانو سره په یوه غونډه کې وګوري او د اقتصادي اړیکو پراختیا، د ګډې پانګونې زیاتوالي او د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث وکړي.
دا سفر د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم ۵ ملیارد ډالرو ته د لوړولو او د دواړو هیوادونو د ترانزیت او صنعتي فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې هدف ترلاسه کولو لپاره ترسره کیږي.








