افغانستانسیمه

مجاهد: د پاکستان د یرغل په وړاندې د اسلامي امارت ځواب به “پوځي” او “پټ” وي

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له العربیه فارسي سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې پاکستان باید د افغان خاورې په وړاندې د خپل “شرمناک” عمل لپاره ځواب ترلاسه کړي.

هغه نور جزئیات ورنه کړل او د ځواب ډول یې “پټ” وباله، خو روښانه یې کړه چې دا ځواب به “پوځي” وي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې اسلامي امارت به په مناسب وخت او اړین هوډ سره عمل وکړي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې یوازې هند او متحده عربي اماراتو د ننګرهار او پکتیکا په ملکي سیمو کې د پاکستان بریدونه غندلي دي، او ډیری هیوادونه په دې مسله چوپ پاتې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button