افغانستان
۵۱ کلن چینایي تبعه په کابل کې اسلام قبول کړ؛ نوم یې “محمد بلال” غوره کړ
د لارښوونې، حج او اوقافو وزارت اعلان وکړ چې د “منخایي شیاع” په نوم یو ۵۱ کلن چینایي تبعه په کابل کې د اسلام د حقیقت له درک کولو وروسته اسلام قبول کړ.
دا کس چې د څه مودې لپاره په افغانستان کې و، د مسلمانانو سره له تعامل او د هغوی له اغیزې وروسته په بشپړ اطمینان سره د لارښوونې وزارت ته مراجعه وکړه او د اسلام منلو اراده یې اعلان کړه.
د وزارت د چارواکو تر لارښوونې لاندې، هغه د مناسب هرکلی او اسلامي عقیدې د پیاوړتیا لپاره د کابل د پل خشتي جامع جومات ته د لارښوونې او جوماتونو د عمومي رییس محمد اشرف حقاني سره یوځای ولیږدول شو، چیرې چې هغه د “شهادت” کلمې په ویلو سره اسلام قبول کړ او د ځان لپاره یې “محمد بلال” نوم غوره کړ.








