Uncategorized
په انقره کې د افغانستان سفیر د قزاقستان له سفیر سره وکتل؛ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ
په انقره کې د افغانستان سفیر ثاني الله فرهمند په ترکیه کې د قزاقستان له سفیر ساپییف یرکیبولان اونالبیکولي سره ولیدل.
په انقره کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې په دې غونډه کې دواړو لوریو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
دواړو لوریو د سوداګرۍ، ترانزیت، ګډې پانګونې او کلتوري تبادلې په برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ، او د ګډو پروژو د عملي تعقیب او د دوه اړخیزو تعاملاتو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.





