افغانستاننړۍ

په روسیه کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر په مسکو کې د ازبکستان له سفیر سره وکتل

په روسیه کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن، په دې هیواد کې د ازبکستان له سفیر باتورجان زکرویچ اسدوف سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په مسکو کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې په دې غونډه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي همکارۍ، ټرانزیټ مسلو او سیمه ییزو تعاملاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل او د ګډې همکارۍ د لا پیاوړتیا ټینګار یې وکړ.

دواړو لوریو د افغانستان د وضعیت د واقعیت لرونکو شرایطو او مثبت لیدلوري پر بنسټ د ارزونې پر اړتیا هم ټینګار وکړ ترڅو د رغنده او دوامداره همکارۍ لپاره نورې زمینې برابرې شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button