د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو د سیمه ییزې اړیکې ډلې فوق العاده غونډه چې د قزاقستان په پلازمېنه (آستانه) کې ترسره شوه، ټینګار وکړ چې د افغانستان په اړه د سیمې نظر له امنیتي ګواښ څخه په اقتصادي او ټرانزیټ فرصت بدل شوی دی، او دا چې دا هېواد کولی شي د مرکزي او جنوبي اسیا سره د نښلولو پل شي.
د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو په غونډه کې د سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو او ټرانزیټ پروژو پراختیا باندې تمرکز وکړ؛ یرکین توکوموف (د قزاقستان د ولسمشر ځانګړی استازی) وویل: “که څه هم موږ لا تر اوسه په رسمي ډول اسلامي امارت نه دی پیژندلی، خو له افغانستان سره سوداګري، اقتصادي او بشري همکاري دوام لري.”
هغه د افغانستان د ۴۵ میلیونه نفوس یو هیله بښونکی بازار او هیواد د قزاقستان (یو په وچه کې راګیر هیواد) لپاره د هند سمندر ته د لاسرسي لپاره یو مهم دهلیز وګاڼه، او زیاته یې کړه: “په تیرو وختونو کې، موږ افغانستان یوازې د ګواښ په توګه لیدلی و، خو نن ورځ موږ فرصتونه هم وینو.”
تورداکون سیدیکوف (په افغانستان کې د قرغزستان سفیر) هم د آستانې غونډه د ترانسپورت او اقتصادي پروژو د بیاکتنې لپاره مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دې پروژو پلي کول په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یو شرط دی.
عصمت الله ارګاشیف (د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی) په افغانستان کې د ګډو پروژو د پلي کولو امکان اعلان کړ او ویې ویل چې د افغانستان سره د ازبکستان د سوداګرۍ حجم ۱.۷ ملیارد ډالرو ته رسیدلی دی؛ هغه افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د ځمکني پل په توګه تشریح کړ او د افغانستان بازار ته د تګلارو په جوړولو کې یې د سیمه ییزو قدرتونو د مخکښ رول پر اړتیا ټینګار وکړ.








