افغانستانویډیويي راپور

د مزار شریف د مدرسې او دارالحفاظت جامعه القرآن د ۱۷ تنو قرآن کریم حافظانو د فراغت غونډه

د دوو کلونو پرله پسې هڅو وروسته، د مزار شریف د مدرسې او دارالحفاظت جامعه القرآن ۱۷ تنه زده کوونکي (هلکان او نجونې) په بشپړ ډول قرآن کریم حفظ کولو کې بریالي شول او په یوه لویه غونډه کې یې پګړۍ (لنګۍ) په سر کړه.

دا د فراغت غونډه د یو شمیر دیني عالمانو، د دیني مدرسو د استادانو، د قرآن کریم د حافظانو او د بلخ ولایت د اوسیدونکو په شتون کې ترسره شوه، او فارغانو خپله بریا ولمانځله.

د مدرسې او دارالحفاظت د چارواکو په وینا، دغو ۱۷ تنو قرآن کریم حافظانو د دوو کلونو په اوږدو کې په بشپړ ډول قرآن کریم حفظ کولو کې بریالي شول او اوس چمتو دي چې دا الهي امانت راتلونکو نسلونو ته انتقال کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button