افغانستانویډیويي راپور
د ابن سینا پوهنتون، بلخ څانګې څخه ۲۱ زده کوونکي فارغ شول
د ابن سینا خصوصي پوهنتون، بلخ څانګې د کمپیوټر ساینس او اقتصاد پوهنځي ۲۱ زده کوونکو په یوه شانداره مراسمو کې خپل فراغت ولمانځه او د نظري او عملي کورسونو په بریالیتوب سره بشپړولو وروسته یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
مراسم د پوهنتون د یو شمیر استادانو، د زده کوونکو د کورنیو او د پوهنتون د چارواکو په شتون کې ترسره شول، او فارغانو د فراغت سندونو په ترلاسه کولو سره خپلې زده کړې بشپړې کړې.
فارغانو، چې د خپلې خوښې څانګې څخه فارغ شوي دي، له دې بریالیتوب څخه خوښي څرګنده کړه او د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو څخه یې وغوښتل چې د هیواد په بیلابیلو ادارو کې دوی ته د کار مناسب فرصتونه برابر کړي ترڅو دوی وکولی شي خپله پوهه او مهارتونه د ټولنې او د هیواد د پرمختګ لپاره په خدمت کې ولګوي.







