افغانستان
ملا نورالدین ترابي د آغا خان بنسټ له چارواکو سره وکتل؛ د ناورین مدیریت کې د همکارۍ په پیاوړتیا ټینګار وکړ
د ملي ناورین چمتووالي ادارې عمومي رییس ملا نورالدین ترابي د آغا خان بنسټ له چارواکو سره وکتل.
په دې غونډه کې، دواړو خواوو د ناورین مدیریت په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ په پیاوړتیا، د بیړني غبرګون ټیمونو په جوړولو او پیاوړتیا او د ملي ناورین چمتووالي ادارې لخوا ټاکل شوي لومړیتوبونو سره سم د زیربنایي پروژو پلي کولو ټینګار وکړ.
د آغا خان بنسټ چارواکو هم ډاډ ورکړ چې دا اداره به سږکال د ملي ناورین چمتووالي ادارې سره خپله همکاري پراخه کړي.








