سیمه

د محمد بن زاید د روغتیا په اړه نا تایید شوي اوازې؛ د اردوغان سره لیدنه لغوه شوه، او ګنګوسې یې زیاتې کړې

د متحده عربي اماراتو د ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د روغتیا په اړه نا تایید شوي خبرونه په ټولنیزو رسنیو او ځینو نړیوالو رسنیو کې خپریږي، چې د هغه د فزیکي حالت په ابهام ټینګار کوي.

د اکسیوس خبریال بارک راوید د زاید بن یامین له اکاونټ څخه یو پوسټ بیا خپور کړ، چې پکې ویل شوي: “داسې راپورونه شتون لري چې د متحده عربي اماراتو ولسمشر فزیکي ناروغي لري، چې هغه یې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د خپلې غونډې ځنډولو ته اړ کړی دی.” ځینو اکاونټونو حتی د هغه د مړینې اوازې راپورته کړې دي.

په ورته وخت کې، د زاید بن یامین ورته اکاونټ یو بل خبر خپور کړ، چې لیکلي یې دي: یو امریکایی قانون جوړونکي ویلي چې د شیخ محمد بن زاید د مړینې په اړه اوازې ریښتیا ندي او هغه لا هم ژوندی دی.

تر اوسه پورې، د اماراتو د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د محمد بن زاید د روغتیا په اړه هیڅ رسمي سرچینه یا بیان نه دی خپور شوی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button