افغانستان

اترا د افغان بېسیم او افغان ټیلیکام سره د ۸ نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ

د افغانستان د مخابراتو تنظیموونکې ادارې (اترا) د افغان بېسیم او افغان ټیلیکام سره د ۸ نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ؛ د دې پروژې موخه د هیواد په لرې پرتو او محرومو سیمو کې د مخابراتو او انټرنیټ خدماتو پراخول دي.

د قرارداد له مخې، افغان بېسیم په ارزګان، هلمند، بلخ، پکتیکا او غور ولایتونو کې د ۷ سایټونو د جوړولو مسؤلیت لري، او افغان ټیلیکام به د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې یو سایټ جوړ کړي؛ د دې پروژې ټول لګښتونه به د اترا د پراختیایي بودیجې لخوا ورکړل شي.

د اترا چارواکو ټینګار وکړ چې د سولې او ثبات له اوسني فضا څخه په ګټې اخیستنې سره، په ټول هیواد کې د مخابراتو او انټرنیټ پوښښ د پراخولو هڅې به ګړندۍ شي او په لرې پرتو سیمو کې به د خلکو لپاره اساسي مخابراتي او انټرنیټ خدماتو ته لاسرسی د پام وړ ښه شي.

د هېواد په کچه د مخابراتو د لاسرسي پروژه (د ۵۳۰ مخابراتي سایټونو د جوړولو په ګډون) هم په چټکۍ سره دوام لري، او تر اوسه پورې له ۳۰۰ څخه زیات سایټونه بشپړ شوي او په کار اچول شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button